عراقي چارواکي وايي، د دې هېواد په شمال کې د ودونو یوه تالار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي او له ۱۵۰ زيات نور ټپيان دي.
دا پېښه د موصل په ختيځ حمدانيه ښارګوټې کې شوې ده.
دې پېښه کې د نورو خلکو تر څنګ د واده زلمی او ناوې هم مړه شوي دي.
رويټرز خبري اژانس د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې دا اورلګېدنه تالار کې د اورلوبې پر مهال رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې د هوټل چت له داسې لرګينو وسايلو جوړ شوی وو، چې د اور هېڅ مقابله یې نه شوه کولای نو ځکه يې ځینې برخې په اسانۍ سره راولوېدې.
د اورلګېدنې پر مهال په هوټل کې سلګونه کسان موجود وو.
د عراق صدراعظم شعیه ال سوداني په یوې اعلامیې کې د هیواد عامې روغتیا او کورنیو چارو په وزیرانو غږ کړی چې په اور کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د مرستې لپاره دې د ژغورنې ټول امکانات په کار واچوي.
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې چې امبولانسونه او نور مرستندیه ټرکونه د مرکز بغداد او نورو ښارونو څخه د نینوي ولایت ته چې دا پیښه پکې شوې، استول شوي چې د ټپي شویو کسانو په درملنې کې مرسته وکړي.




