کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراق: چاته اجازه نه ورکوو، چې خاوره مو د نورو پر ضد وکاروي

     د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسین د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېړنۍ غونډه کې ويلي، چې عراق د جګړې او د شخړو د زياتېدو مخالف دی.   نوموړی زياتوي، چې پر ایران پوځي بريدونه غندي، او اجازه به ور نه کړي چې د دې هېواد له خاورې څخه د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بريد لپاره استفاده وشي. &nbs…

2026-03-09 03:59 144۱ دقیقې لوستل
عراق: چاته اجازه نه ورکوو، چې خاوره مو د نورو پر ضد وکاروي

 

 

 د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسین د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېړنۍ غونډه کې ويلي، چې عراق د جګړې او د شخړو د زياتېدو مخالف دی.

 

نوموړی زياتوي، چې پر ایران پوځي بريدونه غندي، او اجازه به ور نه کړي چې د دې هېواد له خاورې څخه د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بريد لپاره استفاده وشي.

 نوموړي همداراز ويلي پر ايران د امریکا او اسرائيلو له خوا د بريدونو له پيل راهيسې، د عراق حکومت څو ځله دغه بريدونه غندلي دي.

حسین په وينا، عراق دا اعلان کړې، چې د دې هېواد له فضايي حريم څخه به د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بريد لپاره د کار اخيستلو اجازه ور نه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب