کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عراق کې پر داعش عملیات؛ د پوځ ترڅنګ په کې ایراني پلوه شعیه ملیشې هم برخه لري

عراقي چارواکي وايي، چې ځواکونو یې په د بغداد په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې لس غړي وژلي دي. د عراق امنیتي ځواکونو ویلي، یادو کسانو غوښتل چې د روژې میاشت کې پر مختلفو سیمو بریدونه وکړي. اوس مهال د عراق په مختلفو سیمو کې د مخالفو وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي چې د پوځ ترڅنګ په کې ایراني پلوه شعیه ملیشې هم ب…

2024-03-10 23:45 49۱ دقیقې لوستل
عراق کې پر داعش عملیات؛ د پوځ ترڅنګ په کې ایراني پلوه شعیه ملیشې هم برخه لري

عراقي چارواکي وايي، چې ځواکونو یې په د بغداد په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې لس غړي وژلي دي.

د عراق امنیتي ځواکونو ویلي، یادو کسانو غوښتل چې د روژې میاشت کې پر مختلفو سیمو بریدونه وکړي.

اوس مهال د عراق په مختلفو سیمو کې د مخالفو وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي چې د پوځ ترڅنګ په کې ایراني پلوه شعیه ملیشې هم برخه لري.

که څه هم په عراق کې د داعش ډلې د غړو شمېر مالوم نه دی؛ خو د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، دمګړی په یاد هېواد کې نږدې پنځه زره داعش وسله وال شته، چې ډېری یې د عراق په شمال کې دي.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې اوس مهال له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو پر سر خبرې روانې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب