کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

علیمه خان: پاکستاني حکومت ورته یو ځل بیا له عمران خان سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې

د عمران خان خور علیمه خان ویلي، پاکستاني حکومت ورته نن یو ځل بیا له خپل ورور عمران خان سره د لیدو لپاره اجازه نه ده ور کړې. علیمه خان له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې له خان سره یې وروستی ملاقات د دسمبر په دوېمه نېټه شوی و، وروسته یې خور ډاکټرې اوزما ویلي و، چې عمران خان د اوږدې مودې یوازیتوب له ا…

2025-12-24 22:50 148۱ دقیقې لوستل
علیمه خان: پاکستاني حکومت ورته یو ځل بیا له عمران خان سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې

د عمران خان خور علیمه خان ویلي، پاکستاني حکومت ورته نن یو ځل بیا له خپل ورور عمران خان سره د لیدو لپاره اجازه نه ده ور کړې.

علیمه خان له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې له خان سره یې وروستی ملاقات د دسمبر په دوېمه نېټه شوی و، وروسته یې خور ډاکټرې اوزما ویلي و، چې عمران خان د اوږدې مودې یوازیتوب له امله تر ذهني فشار لاندې دی.

همداراز د هغه شخصي ډاکټرانو هم ویلي، چې له یو کال ډېر وخت کیږي، چې ورته د ملاقات اجازه نه ورکول کېږي او د عمران خان کورنۍ بیا بیا ویلي، چې دوی د حکومت لخوا د ټاکل شویو ډاکټرانو پر رپورټونو باور نه کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب