کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

عمران خان: عاصم منير په لوی لاس له افغانستان سره کړکېچ غواړي

 د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان په يوه پيغام کې ليکلي، له کومې ورځې چې عاصم منير د پوځ مشر شوی، له هماغه وخت څخه هڅه کوي، چې له افغانستان اړيکې خرابې او پاکستان کې ترهګري ته‌ موقع برابره کړي. هغه همداراز پر عاصم منير نيوکه کړې، چې په قصدي ډول په قبايلي سيمو کې جګړه پيدا کوي. خان زياته کړې، منير په دې ه…

2026-01-16 13:51 356۱ دقیقې لوستل
عمران خان: عاصم منير په لوی لاس له افغانستان سره کړکېچ غواړي

 د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان په يوه پيغام کې ليکلي، له کومې ورځې چې عاصم منير د پوځ مشر شوی، له هماغه وخت څخه هڅه کوي، چې له افغانستان اړيکې خرابې او پاکستان کې ترهګري ته‌ موقع برابره کړي.

هغه همداراز پر عاصم منير نيوکه کړې، چې په قصدي ډول په قبايلي سيمو کې جګړه پيدا کوي.

خان زياته کړې، منير په دې هڅه کې دی، چې شهرت ترلاسه کړي او د همدې لپاره يې ټولې کړنې د نړيوالو قوتونو د خوشحالولو په موخه روانې دي.

د هغه‌ خبره، په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان کې امینتي پېښې د ريکارډ په کچه ډېرې شوي دي.

خان زياتوي، د عاصم منير پاليسي د پاکستان لپاره تباه کوونکې ده او قربانیان یې ټول د پاکستان وګړي دي.

هغه ويلي، منير په دې کار سره غواړي، چې پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند کمزوری او د افغان حکومت ضد مخالفين خوښ وساتي.

د يادونې ده، چې عمران خان په تېر کې هم‌ ورته څرګندونې کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب