د تحريک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني لومړي وزير غوښتنه کړې چې پښتونخواه کې د پاکستاني پوځ له لوري پيل شوي عمليات سمدستي پای ته ورسېږي.
هغه د خپل ګوند له وکيلانو غوښتي چې د خپلو خلکو د ژغورلو په موخه د دغه عملياتو مخنيوی وکړي.
نوموړي همداراز راز ويلي، عوامي نشنل ګوند د دغه عملياتو پر خلاف د غږ نه پورته کولو له امله خپل شهرت له لاسه ورکړی دی.
خان زياته کړې، د خپلو خلکو وژل د ترهګري د ډېرېدو لامل کيږي.
هغه د عملياتو پر ځاي د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټينګار کړی دی.
د عمران خان پر اېکس ليکل شوي، د نوموړي خويندې او مېرمن سیاست کې ونډه نلري او پر ضد یې بريدونه د توجيې وړ نهدي.
هغه زياته کړې، خور يې علميه خان يوازې د خان پيغام رسوي، خو پر ضد یې روان کمپاين د پاکستاني حکومت وېره څرګندوي.
ياده دې وي چې خان يو ځل بيا له پاکستان او پښتونخوا څخه د افغان کډوالو په چیرې اېسلتو خواشیني د دغې لړۍ د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.




