کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزني کې څه دپاسه ۷ سوه ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د رغونې چارې پيل شوې

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۷۵۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې دي. د دغه وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، دغه سړک چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چ د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د یاد ولایت تر جغتو ولسوالۍ پورې رسېږي، چې قرارداد یې له يو خصوصي سکتور سره…

2026-04-29 06:42 86۱ دقیقې لوستل
غزني کې څه دپاسه ۷ سوه ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د رغونې چارې پيل شوې

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۷۵۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې دي.

د دغه وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، دغه سړک چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چ د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د یاد ولایت تر جغتو ولسوالۍ پورې رسېږي، چې قرارداد یې له يو خصوصي سکتور سره شوی دی.
حق شناس زياتوي، د ياد سړک دکار په جریان کې به  د سيمې يو شمير ځوانانو ته کار زمینه برابره او  د دوو کالو په موده کې په کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي‌.

بايد وويل شي، چې د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترانسپورتي او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه ګڼ شمېر رغنیزو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب