کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزه کې د اسرايلي ځواکونو په بريدونو کې نهه فلسطينيان ټپيان شوي

د فلسطين رسنیو دفتر ويلي، اسرايلو نن سهار پر غزه هوايي برید کړی چې پکې ۹ تنه ملکي فلسطيني وګړي ټپيان شوي دي. سرچېنې ليکلي، دغه برید داسې مهال شوی، چې اسرايلو سره اوربند شوی، خو بیا هم دغه هېواد د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بريدونه کوي. همدې حال کې بیا اسرايلي ځواکونو ۱۲ تنه فلسطینیان له خپلو زندانونو ازاد کړي، خو هممها…

2025-12-17 10:43 79۱ دقیقې لوستل
غزه کې د اسرايلي ځواکونو په بريدونو کې نهه فلسطينيان ټپيان شوي

د فلسطين رسنیو دفتر ويلي، اسرايلو نن سهار پر غزه هوايي برید کړی چې پکې ۹ تنه ملکي فلسطيني وګړي ټپيان شوي دي.

سرچېنې ليکلي، دغه برید داسې مهال شوی، چې اسرايلو سره اوربند شوی، خو بیا هم دغه هېواد د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بريدونه کوي.

همدې حال کې بیا اسرايلي ځواکونو ۱۲ تنه فلسطینیان له خپلو زندانونو ازاد کړي، خو هممهاله يې بیا ۴۰ تنه نور نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، د ژمي په را رسېدو د غزې خلک په ځانګړي توګه ماشومان له سخت حالت سره مخ دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب