کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزه کې د اسرایلو د وروستیو بريدونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساسي اسرايلي ځواکونو وړمه ورځ" جمع، د جولای ۱۱مه" د غزې په یو شمېر سیمو بريدونه ترسره کړل چې له امله یې۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول. په راپورونو کې راغلي د وژل شوو له ډلې ۱۰ تنه هغه ملکي وګړي وو چې د بشري مرستو د تر لاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ وو. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د…

2025-07-13 02:14 43۱ دقیقې لوستل
غزه کې د اسرایلو د وروستیو بريدونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساسي اسرايلي ځواکونو وړمه ورځ" جمع، د جولای ۱۱مه" د غزې په یو شمېر سیمو بريدونه ترسره کړل چې له امله یې۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

په راپورونو کې راغلي د وژل شوو له ډلې ۱۰ تنه هغه ملکي وګړي وو چې د بشري مرستو د تر لاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ وو.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه شمېر وګړي د غزې د رفح په شمال لوېدیځه سیمه کې چې د الشاکوش په نوم یادېږي په نښه شوي وو.

د دغه اژانس په راپور کې ویل شوي، یاده سیمه کې له دې وړاندې هم څو ځله د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال پر ملکي وګړو بريدونه ترسره شوي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې له مۍ میاشتې راپه دېخوا هغه مهال چې اسرایلو غزې ته د بشري توکو پر لېږد ځیني محدودیتونه نرم کړل نږدې ۸۰۰ کسان داسې مهال وژل شوي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب