کابل (کوه نور ۳۰ سرطان ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورنو له مخې، غزه کې د اسرایلو د پرونیو بريدونو له امله ۶۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، اسرایلي ځواکونو پرون ورځ "یکشنبه، د جولای ۲۰مه" د غزې شمال کې هغه سیمې په نښه کړي، چې خلک پکې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
اسرایلي ځواکونو دا بريدونه په داسې حال کې ترسره کړي، چې تېره ورځ یې فلسطینیانو ته د هغه سیمو د پرېښودلو امر کړی و، چې بې ځایه شوي وګړي پکې اوسېږي.
د یادونې وړ ده، چې پر فلسطین د اسرایلي ځواکونو د بريدونو له پیله تر اوسه ۵۹ زره فلسطینیان وژل شوي او له ۱۴۱ زرو ډېر ټپیان شوي دي.




