کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزه کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزې پر خان یونس سیمه هوایې بریدونه ترسره شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه عام خلک وژل شوي دي. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې اسرایلو دغه بریدونه نن سهار ترسره کړي دي چې ورسره د ناصر روغتون هم په نښه شوی دی. د سرچینې د مالوماتو په اساس اسرایلو په جنوبي غزه ک…

2025-05-19 20:10 22۱ دقیقې لوستل
غزه کې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزې پر خان یونس سیمه هوایې بریدونه ترسره شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه عام خلک وژل شوي دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې اسرایلو دغه بریدونه نن سهار ترسره کړي دي چې ورسره د ناصر روغتون هم په نښه شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو په اساس اسرایلو په جنوبي غزه کې پخپلو ځمکنیو عملیاتو کې هم ډېروالی راوړی دی.

باید وویل شي چې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له پیله تر اوسه غزه کې ۵۳ زره او ۳۳۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۱ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب