غزه کې د اسرایلي ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۴۳ فلسطینیان وژل شوي
د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۴۳ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د یاد وزارت چارواکو ویلي چې یواځې د جنوبي غزې په"خان یوسن"سیمه کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې حال ملګرو ملتونو هم اعل…
2025-04-06 19:30 39۱ دقیقې لوستل
د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو د تازه بریدونو له امله ۴۳ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د یاد وزارت چارواکو ویلي چې یواځې د جنوبي غزې په"خان یوسن"سیمه کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د اسرایلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د غزې ۹۰ سلنه وګړي بې ځایه شوي دي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.