کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزه کې د اسرایلي ځواکونو نننیو بمباریو کې ۲۳ تنه وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): اسرایلي ځواکونو غزې ښار کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې د نننۍ بمبارۍ له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي. د غزې الشفا روغتون، چې مړي او ټپیان ور لېږدول شوي ویلي، چې په وژل شویو ۲۳ تنو کې ۱۲ فلسطیني ماشومان دې. تر وړاندې د غزې د ملکي دفاع ادارې خبر ورکړی و، چې پرون د اسرایلي ځواکونو…

2025-09-13 09:21 259۱ دقیقې لوستل
غزه کې د اسرایلي ځواکونو نننیو بمباریو کې ۲۳ تنه وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): اسرایلي ځواکونو غزې ښار کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې د نننۍ بمبارۍ له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د غزې الشفا روغتون، چې مړي او ټپیان ور لېږدول شوي ویلي، چې په وژل شویو ۲۳ تنو کې ۱۲ فلسطیني ماشومان دې.

تر وړاندې د غزې د ملکي دفاع ادارې خبر ورکړی و، چې پرون د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله غزه کې ۵۰ تنه وژل شوي دي.

اسرایلو په تېرو څو ورځو کې د غزې په ښار کې عملیاتو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې یې لوړ پوړیزې ودانۍ په دې تور ویجاړې کړي، چې ګواکې حماس ډلې په هغو کې کشفي وسایل ځای پرځای کړي وو.

د غزې روغتیایې چارواکو ویلي، په شېخ رضوان ناحیه کې اسرایلي ځواکونو له تېرې شپې ان تر سهاره بمبارۍ ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یوې مور او درې ملشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب