کابل (کوه نور، ۱۹ اسد ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس غزه کې د اسرایلي پوځ له لورې د الجزیرې ټلویزیون پنځه خبریال وژل شوي دي.
راپورونو کې راغلي، دغه پنځه تنه خبریالان چې یو یې عربي ژورنالیست انس الشریف، د شریف بل ژورنالیست ملګری او درې تنه یې د کمرې برخې همکاران وو د اسرایلو لخوا وژل شوي دي.
الجزیرې ټلویزیون د خپلو دغه خبریالانو وژل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاید کړي دا یې د اسرایلو له لورې یوه هدفي برید یاد کړی دی.
دې ټلویزیون ویلي، خبریالان یې انس الشریف، محمد قریقع او درې تنه فلم اخیستونکي؛ پرون ورځ "یکشنبه، د اسد ۱۸مه" د اسرایلي پوځ په هدفي برید کې په نښه شوي دي.
په وژل شوو پنځه تنو کې ابراهیم ظاهر، محمد نوفل او مومن الیوا هم شامل دي چې د ویډیو اخیستلو دنده یې مخ ته وړله.
فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې د الجزیرې ټلویزیون دا وژل شوي خبریالان هغه مهال وویشتل شول چې پخپله کاري خېمه کې ناست وو.
بل پلو د اسرایلو پوځ هم د دې ژورنالیستانو وژل تاید کړي او ویلي یې دي چې، انس الشریف د خبریالۍ جامه کې ترهګریزه دنده پر مخ وړله.
د اسرایلو پوځ پر خپل ټلګرام چینل په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، انس الشریف د حماس ډلې د یوې ترهګریزې ډلې مشرې پر غاړه لرله او پر اسرایلو د توغندیزو بریدونو مسوول و.
خو الجزیرې ټلویزیون د اسرایلو له لورې پر خپل وژل خبریال دا لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې، الشریف هغه خبریال و چې د غزې د خلکو غږ اوچتولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و.
د الجزیرې دې خبري ډلې تر ډېره د غزې له شمالي برخې په عربي ژبه راپورونه چمتو کول.
د یادونې وړ ده چې د غزې د جګړې له پیله تر دې دمه یاده جګړه کې د الجزیرې شبکې ۱۰ خبریالان او رسنیز کار کوونکي وژل شوي دي.




