خبریال: فرمان الله زبیرزی
د غزې د مدني دفاع ویاند محمود بصل ویلي، د سختو اورښتونو او بادونو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۵ فلسطنیان مړه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د دغه بارانونو له امله د ۱۸ کورونو ودانۍ په بشپړه توګه ورانې شوې دي.
د بصل پر وینا، سیمه کې د ۱۱۰ نه ډېر کورونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو خیمې زیانمنې شوې او ډوبې شوي، چې له امله یې زرګونه کورنیو خپلې لنډ مهالې سرپناوې له لاسه ورکړې دي.




