کابل (کوه نور، ۱۸ اسد ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، تل ابیب کې لسګونه زره اسرایلیان غزه کې د جګړې د پراخوالي په مخالفت لاریونونو ته راوتلي دي.
د جرمني خبري اژانس "D.P.I" ویلي، دا لسګونه زره اسرایلیان پرون ورځ "شنبه، د اسد ۱۷مه" وروسته له هغې لاریونونو ته را ووتل چې د اسرایل دولت غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه.
راپورونو کې راغلي، مظاهره د هغې ټولنې لخوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسرایلیانو خپلوان دي.
دې مظاهره کوونکو ویلي، غزه کې د جګړې پراخوالی کولی شي هلته د برمته شویو اسرایلیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دا لاریونونه داسې مهال رامنځته شول چې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه کابینې د جمعې په ورځ غزه کې د جګړې د پراخوالي او د غزې تړانګې په بشپړ ډول د نیولو طرحه وړاندې کړه.
اسرایلي چارواکو ویلي، تر دې دمه غزه کې ۵۰ تنه اسرایليان چې برمته شوي دي هلته پاتې او ویل کېږي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ژوندي دي.




