پر غزې د اسرا.ئ،یلي ځواکونو د بریدونو له کبله له ۱۱ زرو ډیر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې ډېره برخه یې ماشومان دي.
یادې ادارې یو وار بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د غزې په القدس سیمه کې د براق په نوم پر یو ښوونځي برید کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي وو.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې امریکا ویلي وو چې په غزه کې به د بشري مرستو رسوولو لپاره د حماس او اسرایئلو ترمنځ هره ورځ څلور ساعته اوربند کېږي، چې تر اوسه نه ده عملي شوی.




