د فلسطين روغتيا وزارت وايي، د غزې تړانګه کې پر یوه روغتون د اسرائیلي الوتکو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شوي او سلګونو نور ټپیان شوي دي.
اسوشیټیډ پریس د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله خبر ورکړی چې دغه برید د سهشنبې ورځ (اکتوبر ۱۷مه) په یوه روغتون شوی چې له ټپیانو او نورو فلسطینیانو څخه ډک وو.
د راپور له مخې دغه روغتون الاحلي نومیږي او برید د ودانۍ د ویجاړیدو لامل شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.
په همدې حال کې د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هجري ویلي دي چې تر اوسه په روغتون کې د وژل شويو کسانو په اړه جزئیات نشته.
دې بريد د نړۍ د زياتو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.
د سعودي حکومت دا بريد یو «جنایت» او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې د روغتون په نښه کول "د اسراییلو د بریدونو یوه بیلګه وه چې له خورا اساسي انساني ارزښتونو څخه بې برخې دي."
اردن هم په یوه بیان کې د غزې پر روغتون د خونړي برید پړه پر اسرائیلو اچولې ده. مصر هم پر دغه روغتون هوايي برید غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره سمدستي مداخله وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په الاحلی روغتون حمله غندلې او له هېوادونو یې غوښتي چې د اسرائیلو د حملو او د غزې د بشپړې کلابندۍ مخه ونیسی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر هم پر دغه روغتون برید غندلی او د روغتيايي مرکزونو د ساتنې غوښتنه یې کړې ده.
روسیې او متحده عربي اماراتو له دې بريد وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
بل لوري ته ایران په دې هېواد کې د يوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.
ټاکل شوې، چې نن د امريکا ولسمشر، جوبايډن هم اسراييلو ته سفر وکړي.
په همدې حال کې ویل شوي چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره خپله لیدنه لغوه کړې ده.




