کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بریدونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

د راپورونو په اساس غزه کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره پر ولاړو کسانو اسرا...یلي ځواکونو بری.دونه ترسره کړي چې له امله یې له ۲۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي چې ورسره هم مهاله بشري بحران نور هم ژور شوی دی.  د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرا...یلي ځواکونو د بر.یدونو له امله ۲۰۲ تنه وژل ش…

2025-06-23 01:53 70۱ دقیقې لوستل
غزه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بریدونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

د راپورونو په اساس غزه کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره پر ولاړو کسانو اسرا...یلي ځواکونو بری.دونه ترسره کړي چې له امله یې له ۲۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي چې ورسره هم مهاله بشري بحران نور هم ژور شوی دی.

 د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرا...یلي ځواکونو د بر.یدونو له امله ۲۰۲ تنه وژل شوي او له ۱۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د وژل شوو کسانو له ډلې ۲۶ تنه یې هغه فلسطیني وګړي وو چې د شنبې په ورځ د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره د خوراکي توکو مرکزونو ته تللي وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې یاد هېواد کې د ج.ګړې له پیله تر اوسه غزه کې ۵۵ زره او ۹۰۸ تنه وژل شوي او له ۱۳۸ زرو او ۱۳۱ نور ډېر ټپیان شوي دي.

بل پلو اسرا...یلي چارواکو ویلي چې پر دا ډول ځایونو بری.دونه د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره ترسره کوي خو د بشري مرستو ویشونکې ډلې او عیني شاهدانو ویلي چې ډېری ډزې یې بې دلیله ترسره کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب