کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

غزې ته د لېږدېدونکو توکو د غلا په تور څلور تنه اعدام شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو په اساس حماس غورځنګ غزې ته د لېږدېدونکو توکو د غلا په تور څلور تنه نیولي او د اعدام سزا یې ورکړې ده. د رویټرز خبر اژانس د راپور له مخې دغه څلور تنو اعدام شوو وګړو په هغه پېښه کې هم لاس درلود چې د اسرایلو له خوا پکې شپږ امنیتي چارواکي وژل شوي وو. یاد امینیتي چارواکي د اسرایلو د تېرې ورځې په بمب…

2025-05-28 19:04 14۱ دقیقې لوستل
غزې ته د لېږدېدونکو توکو د غلا په تور څلور تنه اعدام شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو په اساس حماس غورځنګ غزې ته د لېږدېدونکو توکو د غلا په تور څلور تنه نیولي او د اعدام سزا یې ورکړې ده.

د رویټرز خبر اژانس د راپور له مخې دغه څلور تنو اعدام شوو وګړو په هغه پېښه کې هم لاس درلود چې د اسرایلو له خوا پکې شپږ امنیتي چارواکي وژل شوي وو.

یاد امینیتي چارواکي د اسرایلو د تېرې ورځې په بمباریو کې هغه مهال وژل شوي وو چې هڅه یې کوله د مرستو بار لارۍ له غلو څخه وژغوري چې په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې د غزې د مقاومت ډلې خبر ورکړی چې اووه تنه نور شکمن کسان یې هم تر څارنې لاندې نیولي دي.

د نړۍوالې لوږې یوې څارونکې ډلې خبر ورکړی چې پر اسرایلو له فشارونو ډېرولو وروسته غزې ته د مرستو لړۍ تېره اوونۍ پیل شوې ده.

مرستندویه ډلو ویلي د لوټماریو له امله د مرستو رسولو پروسه له ستونزو سره مخ شوې ده خو دوی اسرایل ملامت کړي چې د دا ډول حالت په رامنځته کولو سره یې سلګونه زره خلک د بندیزونو له امله ناهیلۍ ته اړ کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب