کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فارس خبري اژانس: امريکا شاتګ کړی او د توسکا بیړۍ بیرته ايران ته سپاري

 فارس خبري اژانس ويلي، چې امريکا د یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ د څو اوونیو نیولو وروسته، اوس نښې ښيي چې امریکا په بشپړ ډول شاتګ کړی او د «توسکا» بېړۍ او ټول کاري ټيم يې بېرته ته ايران ته وسپاري. همدې حال کې بيا د «ای‌بي‌سي» خبري شبکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی،…

2026-05-04 00:18 199۱ دقیقې لوستل
فارس خبري اژانس: امريکا شاتګ کړی او د توسکا بیړۍ بیرته ايران ته سپاري

 فارس خبري اژانس ويلي، چې امريکا د یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ د څو اوونیو نیولو وروسته، اوس نښې ښيي چې امریکا په بشپړ ډول شاتګ کړی او د «توسکا» بېړۍ او ټول کاري ټيم يې بېرته ته ايران ته وسپاري.

همدې حال کې بيا د «ای‌بي‌سي» خبري شبکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی، چې د «توسکا» په نوم د نیول شوې ایراني بېړۍ د بېرته سپارلو بهیر رسماً پیل شوی او نيول شوي ۲۲ تنه به ايران ته ولېږدوي.

په راپور کې راغلي، چې هغه ۲۲ ایراني سمندري کارکونکي چې دوه اونۍ مخکې د امریکایي ځواکونو له لوري نیول شوي وو، اوس پاکستان ته لېږدول شوي، له هغه ځایه به تهران ته ولېږدول شي.

د سرچينې په وينا، چې د «توسکا» بېړۍ هم د پاکستان اوبو ته انتقال شوې، تر څو خپل اصلي مالک ته وسپارل شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب