کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فاطمه مهاجراني: لاريونوال مو اولادونه دي او راته ارزښت لري

خبريال: صابر احمدزی  د ايران د حکومت وړاندې فاطمه مهاجراني ويلي، لاريون کوونکي یې اولادونه دي او هر څاڅکی وينه يې ورته ارزښت لري. نوموړې همداراز ويلي، اړونده ارګانونه يې خلکو سره د مطلوبو خبرو لپاره مکلف کړي دي‌.مهاجراني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ايران کې د لاريونونو شدت ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.…

2026-01-07 13:02 176۱ دقیقې لوستل
فاطمه مهاجراني: لاريونوال مو اولادونه دي او راته ارزښت لري

خبريال: صابر احمدزی 

د ايران د حکومت وړاندې فاطمه مهاجراني ويلي، لاريون کوونکي یې اولادونه دي او هر څاڅکی وينه يې ورته ارزښت لري.

نوموړې همداراز ويلي، اړونده ارګانونه يې خلکو سره د مطلوبو خبرو لپاره مکلف کړي دي‌.
مهاجراني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ايران کې د لاريونونو شدت ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

دغه لاريونونه، چې نن يې يوولسمه ورځ ده، د اقتصادي بحران پر ضد پيل شوي دي.

تېره ورځ ځينو بريتانوي رسنيو د ايراني چارواکو له قوله راپور ورکړی وو، چې ايران اوس نه يوازې له کورني؛ بلکې بهرني فشار سره هم مخ دی.

همدې حال کې بيا رضا شاه پهلوي له لاريون کوونکو غوښتي چې دغه بهير جاري او ګړندی وساتي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب