خبریال: فرمان الله زییرزی
د آلمان رسنیو راپور ورکړی، چې فرانسه او برېټانیا چمتو دي چې اوکراین ته د اوربند د احتمالي څار لپاره پوځي سرتېري واستوي، آن که له ملګرو ملتونو یا اروپایي ټولنې څخه یې رسمي اجازه وانه خلي.
آلماني ورځپاڼې "ویلت" د اروپایي ټولنې د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، پاریس او لندن چمتو دي، چې قوي امنیتي تضمینونه ورکړي او که اړتیا پېښه شي، وسلهوالې نښتې هم ترسره کوي.
د ویلت ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس، اروپایي ټولنې د فرانسوي او برېټانوي کارپوهانو په مشرۍ یوه طرحه چمتو کړې، چې له مخې به تر ۱۵ زره پورې پوځیان د اروپایي هېوادونو او ناټو له غړو څخه اوکراین ته واستول شي، دا اقدام د "غوښتونکو ائتلاف" په نوم ترسره کېږي.
سرچینه زیاتوي، فرانسه، چې د "غوښتونکو ائتلاف" شریک مشري کوي، هڅه کوي، چې په اوکراین کې یوه څو ملیتي "بازدارنده" ځواک ځای پر ځای کړي.




