کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فرانسه: تر هر هغه وخته چې اړتيا وي، له اوکراين ملاټړ جاري ساتو

 د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون پر اېکس ليکلي، هېواد به يې تر هر هغه وخته چې، اوکراين اړتيا ولري، ترې ملاتړ وکړي. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې روسيې په خارکييف کې د عامه خلکو پر يوه لېږدوونکي اورګاډي بريد وکړ. ماکرون د روسيې له لوري د اوکراين د زیربناوو په نښه کول هم غندلي دي. نوموړي زياته کړې، له خپل…

2026-01-28 23:42 168۱ دقیقې لوستل
فرانسه: تر هر هغه وخته چې اړتيا وي، له اوکراين ملاټړ جاري ساتو

 د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون پر اېکس ليکلي، هېواد به يې تر هر هغه وخته چې، اوکراين اړتيا ولري، ترې ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې روسيې په خارکييف کې د عامه خلکو پر يوه لېږدوونکي اورګاډي بريد وکړ.

ماکرون د روسيې له لوري د اوکراين د زیربناوو په نښه کول هم غندلي دي.

نوموړي زياته کړې، له خپل اوکرایني سیال سره يې ټيليفوني خبرې کړې او د «G_7» هېوادونو له غونډې وروسته به فرانسه اوکراين ته ژمنۍ مرستې ولېږي.

هغه همداراز لیکلي، پاريس پر مسکو د فشار راوړلو په هڅه کې دی او دغه راز اروپايي ټولنه هم پر روسيې د نويو بنديزونو هڅه کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب