کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

فضل الرحمن: پاکستان د امریکا نيابتي ډله ده

د جمعيت علما‌اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، امريکا په افغانستان کې د روسيې او چين پانګونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي او د مخنيوي لپاره یې پاکستان د يوې نيابتي ډلې په توګه کاروي. هغه ويلي، د امريکا دغه ډول پالیسي نه يوازې د سیمې په زيان، بلکې د پاکستان ګټې هم په خطر کې اچوي. نوموړي ويلي، پاکستان دې خپل بهرنی سیا…

2026-02-14 02:30 127۱ دقیقې لوستل
فضل الرحمن: پاکستان د امریکا نيابتي ډله ده

د جمعيت علما‌اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، امريکا په افغانستان کې د روسيې او چين پانګونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي او د مخنيوي لپاره یې پاکستان د يوې نيابتي ډلې په توګه کاروي.

هغه ويلي، د امريکا دغه ډول پالیسي نه يوازې د سیمې په زيان، بلکې د پاکستان ګټې هم په خطر کې اچوي.

نوموړي ويلي، پاکستان دې خپل بهرنی سیاست له سره وګوري او بدلونونه دې پکې راولي.

دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې څه موده وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم منلې وه، چې د افغانستان په جګړو کې یې د امريکا په فرمايش د ځينو ډلو ملاتړ کاوه‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب