کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قالیباف: له امریکا سره د تحمیلي شرطونو پر بنسټ خبرې نه منو

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف له امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي، چې ایران هغه ډول مذاکرات نه مني چې د امریکا له لوري شرطونه ورباندې وتپل شي. نوموړي له سي‌ان‌ان ټلوېزیوني شبکې سره په خبروکې  څرګنده کړې چې د امریکا تګلاره اکثره د خپلې ارادې تحمیلول دي، او تهران داسې خبرې نه مني چې پکې د…

2026-01-29 06:05 127۱ دقیقې لوستل
قالیباف: له امریکا سره د تحمیلي شرطونو پر بنسټ خبرې نه منو

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف له امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي، چې ایران هغه ډول مذاکرات نه مني چې د امریکا له لوري شرطونه ورباندې وتپل شي. 
نوموړي له سي‌ان‌ان ټلوېزیوني شبکې سره په خبروکې  څرګنده کړې چې د امریکا تګلاره اکثره د خپلې ارادې تحمیلول دي، او تهران داسې خبرې نه مني چې پکې د ایران خپلواک تصمیم محدود شي.

قالیباف ټینګار کړی، چې ایران د خبرو اصل نه ردوي، خو هغه بڼه مذاکرات نه قبلوي، چې یوازې د واشنګټن د غوښتنو پر بنسټ وي. 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي،چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، وو ایران به ډېر ژر له امریکا سره خبرو ته چمتو شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب