کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قالیباف: مونږ له مذاکراتو مخکې ويلي وو چې په امریکا باور نلرو

د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اېکس ليکلي، چې تېرو جګړو ته په کتو، چې د امریکا او اسرا... له لوري د ايران پر وړانډې شوې وې، له مذاکراتو وړاندې ويلي وو، چې ايران په امريکا باور نلري. هغه زياته کړې، د پاکستان په کوربه توب مذاکراتو کې امريکا دا توانایي نه درلوده چې د ايران باور جلب کړي. هغه همداراز ليکلي، امري…

2026-04-12 06:58 205۱ دقیقې لوستل
قالیباف: مونږ له مذاکراتو مخکې ويلي وو چې په امریکا باور نلرو

د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اېکس ليکلي، چې تېرو جګړو ته په کتو، چې د امریکا او اسرا... له لوري د ايران پر وړانډې شوې وې، له مذاکراتو وړاندې ويلي وو، چې ايران په امريکا باور نلري.

هغه زياته کړې، د پاکستان په کوربه توب مذاکراتو کې امريکا دا توانایي نه درلوده چې د ايران باور جلب کړي.

هغه همداراز ليکلي، امريکا زمونږ مطنق واورېد او وبه ليدل شي، چې د ايران باور جلبولی شی او کنه؟

نوموړي خبرداری ورکړی، چې ايران په ديپلوماسي باور لري؛ خو د تېر په څېر له خپل هېواد د دفاع وړتیا هم لري.

قالیباف په دغه مذاکراتو کې د پاکستان له کوربه توب مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې، ده چې د پاکستان او امریکا ترمنځ مذاکرات له کومې نتيجې پرته پای ته ورسېدل او دواړه لوري خپلو هېوادونو ته ستانه شول‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب