قزاقستان غواړي په راتلونکو څو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د قزاقستاني رسنیو د راپورونوله مخې، ددغه هېواد چارواکو څرګنده کړې، چې اوسنی تجارت تر ډېره پر صادراتو ولاړ دی، چې پکې غله، کرنیز توکي او نوراړین توکي شامل دي.
دوی همداراز ویلي، د ټرانسپورتي او لوژستیکي لارو کمښت د سوداګرۍ پر وړاندې یو لوی خنډ دی چې په همدې تړاو یې د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.
قزاقستان افغانستان د یو مهم ترانزیټي دهلېز په توګه ارزوي، ځکه د افغانستان له لارې کولی شي د سویلي اسیا او منځني ختیځ بازارونو ته اسانه لاسرسی ومومي.
قزاقستان: افغانستان سره سوداګري ٣ میلیارده ډالرو ته لوړو
قزاقستان غواړي په راتلونکو څو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.د قزاقستاني رسنیو د راپورونوله مخې، ددغه هېواد چارواکو څرګنده کړې، چې اوسنی تجارت تر ډېره پر صادراتو ولاړ دی، چې پکې غله، کرنیز توکي او نوراړین توکي شامل دي.دوی همداراز ویلي، د ټرانسپ…

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.



