د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په يوه خبري غونډه کې ويلي، پر دوحه د اسرايلو برید ترهګري ده او بې ځوابه به پاتې نشي.
نوموړي اسرايلو ته خطاب کې ويلي، دا پېښه هېڅکله له پامه نه غورځوي.
هغه زياته کړې، قطر يوازې اعلاميې او غندنې نه خپروي، بلکې د غبرګون لپاره هر ډول امکانات کاروي.
الثاني زياته کړې، يوې پايلې ته رسېدلي او اسرايلو ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي.
د ده په خبره، اسرايلو د دغه ډول کړنو په واسطه ټوله سیمه د ګډوډۍ په لور بیايي.
نوموړي ويلي، اسرايلو داسې مهال برید وکړ چې د حماس مذاکراتي ټيم غزه کې د اوربند په تړاو خبرو ته چمتوالی نيوه.
د يادونې ده چې اسرايلو تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس مذاکراتي ټيم دفتر په نښه کړ، خو د ياد ټيم مشران له بريد ژوندي ووتل.




