کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

قطر د اسرایلو د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د قطر دولت د اسرائیلو د لومړي وزیر بن یامین نتن یاهو هغه څرګندونې غندلي، چې قطر کې یې د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه کړې او په دې توګه یې د قطر پر خاوره د برید د توجیه کولو هڅه کړې، همدارنګه د راتلونکو احتمالي سرحدي تېریو ګواښونه یې کړي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرول…

2025-09-11 01:00 100۲ دقیقې لوستل
قطر د اسرایلو د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی

کابل (کوه نور، ۲۰ سنبله ۱۴۰۴): د قطر دولت د اسرائیلو د لومړي وزیر بن یامین نتن یاهو هغه څرګندونې غندلي، چې قطر کې یې د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه کړې او په دې توګه یې د قطر پر خاوره د برید د توجیه کولو هڅه کړې، همدارنګه د راتلونکو احتمالي سرحدي تېریو ګواښونه یې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نتن یاهو په دې پوهېږي، چې د حماس د دفتر کوربتوب د قطر د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ترسره شوی، چې د متحده ایالاتو او اسرائیلو لخوا غوښتل شوی و.

خبرپاڼه کې راغلي، د اسرایلو لومړی وزیر په بشپړه توګه پوهه دی، چې د دفتر دنده د ګڼ شمېر تبادلو او اوربندونو تسهیل کول وو، چې نړۍوالې ټولنې یې په پراخه کچه ستاینه کړې او فلسطیني ملکي وګړو او اسرایلي بندیانو ته یې د انساني مرستې رسولو کې مرسته کړې ده.

سرچینې وړاندې لیکلي، دغه مذاکرات تل په رسمي او شفاف ډول د نړۍوالو پر ملاتړ او د متحده ایالاتو او اسرائیلو په حضور کې ترسره شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نتن یاهو دې هڅې، چې قطر یې د حماس د استازو په پټه کوربتوب تورن کړی د نړۍ له خوا غندل شوي جرم د توجیه کولو ناکامه هڅه ده.

راپور کې ویل شوي، په دې ټولو هڅو سره سره د قطر دولت له اسرایلو سره د باور وړ او بې پرې نړۍوال شریک په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکوي؛ ترڅو په سیمه او نورو ځایونو کې امنیت او ثبات رامنځته کړي او د خپل حاکمیت او خاوري د دفاع لپاره به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

وړاندې لیکل شوي، هېڅ چاته اجازه نه ورکول کېږي، چې د هغه موقف او رول کمزوری کړي؛ موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو څو نتن یاهو محاسبه شي او د هغه بې پروا او غیر مسؤلانه کړنې پای ته ورسیږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب