لغمان کې د ۴۰ مليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې ۱۰ شبکې جوړې شوې
د لغمان ولايت د کليو د پراختيا او بيارغونې ریاست رئیس ويلې، دغه پروژې د يونېسف ادارې په مالي ملاتړ د اکټيډ مؤسسې لخوا جوړې شوې.
د ده په خبره يادو شبکو کې، ۶۰۰ شيردهنونه، لس څاه ګانې، ۲۲۰ سولره تختې، ۶ د اوبو ذخیرې او نور شامل وو ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
نوموړی وايې، د دغه شبکو له لارې به ۸۷۶۹ زدکوونکو او ۴۵۵۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
دغه پروژې د مرکز مهترلام اړوند، سلطان غازي بابا ښارګوټي، عمرزيي، چهاردهي، خاله خېل، د قرغيو ولسوالۍ په کاکڅ، عبدالرحيمزايي، باباجي، نهرکريم او د علینګار ولسوالۍ د منګو قريې په لس ښوونځيو کې د يو کال په موده کې جوړې شوې.




