کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له اوکراین سره د جګړې په اوج کې؛ پوتین چین ته سفر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یو کمربند یوې لار پروژې په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ. فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوی. نوموړی به د یو کمر بند یوې لار پروژې په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ…

2023-10-17 01:45 128۱ دقیقې لوستل
له اوکراین سره د جګړې په اوج کې؛ پوتین چین ته سفر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یو کمربند یوې لار پروژې په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوی.

نوموړی به د یو کمر بند یوې لار پروژې په اړه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ سره وګوري.

د شي او پوتین تر منځ وروستۍ لیدنه د مارچ په میاشت کې وه، کله چې د چین ولسمشر روسیې ته سفر وکړ او له مسکو سره یې د اقتصادي او پوځي همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ وکړ، څو له هغه څه سره چې «امریکایي قدرت» دی، مبارزه وشي.

په پام کې ده چې د "یو کمربند یوه لار" پروژې په اړه ناسته روانه اوونۍ په بیجینګ کې پیل شي.

په دغه ناسته کې به د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو استازي برخه واخلي.

د یادونې ده، چې پر اوکراین له یرغل وروسته دا لومړی ځل دی، چې پوتین یو ستر قدرت لرونکي هېواد ته سفر کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب