کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له ایرانه د چینایې وګړو وتل؛ لومړۍ ډله یې ترکمنستان هېواد ته لېږل شوې

د چین دولتي اژانس خبر ورکړی چې په ایران کې د دغه هېواد د مېشتو وګړو د ویستلو پروسه یې پیل کړې ده او پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷مه" یې لومړۍ ډله له تهرانه ترکمنستان ته په ځمکني ډول لېږدول شوي دي. راپور کې راغلي چې چین هېواد دا پرېکړه په ایران کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو لپاره کړې…

2025-06-18 02:59 21۱ دقیقې لوستل
له ایرانه د چینایې وګړو وتل؛ لومړۍ ډله یې ترکمنستان هېواد ته لېږل شوې

د چین دولتي اژانس خبر ورکړی چې په ایران کې د دغه هېواد د مېشتو وګړو د ویستلو پروسه یې پیل کړې ده او پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷مه" یې لومړۍ ډله له تهرانه ترکمنستان ته په ځمکني ډول لېږدول شوي دي.

راپور کې راغلي چې چین هېواد دا پرېکړه په ایران کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د خپلو وګړو د امنیت د خوندي کولو لپاره کړې ده.

سرچینو له ایرانه د وتلو چینایې وګړو دقیق ارقام نه دي ښودلي خو ویل شوي چې دا عملیات د چین او ایران د ډیپلوماتیکو او امنیتي ادارو د ګډو هڅو په پایله کې ترسره شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا، جرمني او جاپان هېوادونو په ګډون یو شمېر بېلابېلو هېوادونو خپل وګړي ایران ته له سفر کولو څخه منع کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب