خبرياله: نازو عمري
د ایران د پخواني پاچا زوی، رضا پهلوي چې دا مهال په امریکا کې جلاوطن دی، له ټولو بهر مېشتو ایرانیانو غوښتنه کړې چې د ایران د روانو اعتراضونو نړیوال پوښښ ته کار ورکړي.
نوموړي ویلي، باید له نړۍ والو حکومتونو، رسنیو او سیاسي بنسټونو سره اړیکه ونیول شي څو ډاډ ترلاسه شي؛چې د ایران دننه د مظاهرهچیانو غږ چوپ نه شي.
رضا پهلوي زیاتوي:
*"موږ باید اجازه ورنه کړو چې د لاریون دا غږ په نړیواله کچه غلی کړل شي."*
په ایران کې هم ګڼو معترضانو د هغه د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.




