کابل (کوه نور، ۲۳ سنبله ۱۴۰۴): د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت ویلي، له یاد هېواد په جرمونو د ککړو افغان کډوالو د ویستلو په اړه یې د اس.لامي امارت له استازو سره په تخنیکي ډول خبرې روانې کړې دي.
دوبرېنت له جرمني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هڅه کوي، چې د افغان حکومت له استازو سره د خبرو کولو له لارې په منظمه توګه له جرمني د افغان کډوالو د ویستلو بهیر مخ ته بوځي.
د راپورونو په اساس د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت استازي او د افغان حکومت مسوولان به په دې تړاو خبرې د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل کوي.
که څه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي، چې جرمني دیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي؛ خو ډیو چوېلې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته د پلاوي سفر اړین نه بولي.
د یادونې وړ ده، چې جرمني حکومت تېره جولای میاشت کې ۸۱ تنه هغه افغان کډوال له خپلې خاورې ویستلي، چې د جرمني هېواد دوسیې یې لرلې او تر دې وروسته بیا جرمني د یاد هېواد په برلین او بن کې د اسلامي امارت دوه تنه ډیپلوماتان هم ومنل.




