د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه به له روسيې سره خبرې وکړي، خو دغه مذاکراتو کې يې د اوکراین د ګډون په اړه څه ندي ويلي.
ورته مهال بیا رويټرز ويلي، ښايي چې ټرمپ نږدې راتلونکي کې له پوتین سره وويني.
سرچینې ويلي، دغه د دواړو ولسمشرانو ترمنخ د لیدنې خبره وروسته له هغې یقیني شوې چې څو ورځې وړاندې يې تيليفوني خبرې وکړې.
سرچینې ليکلي، رياض کې د امریکايي او روسي لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ غونډه کې روسيې ويلي، په هیڅ ډول ورته د منلو نده چې اوکراین دې د ناټو سازمان غړی شي.
هاخوا بيا د اوکراین ولسمشر اندېښه ښودلې که یې هېواد د ناټو سازمان غړی نشي نو، دا به يې امنيت ته خطر او ممکن هېواد یې سقوط شي.
د سعودي په کوربه توب د امريکايي او روسي چاروکو ترمنځ د لومړنيو مذاکراتو له پيل سره سم، اروپايي هېوادونو د فرانسې په کوربه توب بېړنۍ غونډه کړې وه او ويلي وو چې له سولې پرته به اوربند ښه پايله ونلري.
له دې ټولو سره سره ټرمپ ويلي چې د روسيې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو توان لري.
باید ياده شي چې اوکراين ويلي، هر ډول مذاکرات چې د دې هېواد له خوښي پرته پرې تحميليږي نه مني، هغه چې د جرمني لومړی وزير هم ورسره همغږی دی.




