د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزير شهباز شريف نن د يوه پلاوي په مشري چې پکې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير هم شامل دی، نن قطر ته سفر وکړي.
سرچینې د دغه سفر موخه پر قطر د اسرايلو د بريد له امله له قطر سره خواخوږي او يووالی ښودلی دی.
ياد وزارت ليکلي، دغه سفر منځني ختيځ له کې د سولې ژمنتیا او له قطر د پاکستان ملاتړ څرګندوي.
د وزارت په خبره، شهباز شريف به د قطر له مشر سره هم وګوري.
د يادونې ده چې پر قطر د اسرايلو له هوايي بريد وروسته د دوبۍ او خليج عربي هېوادونو مشر هم دوحې ته رسېدلي دي.
ياده دې وي چې د قطر لومړي وزير ويلي، پر داسې يوې لار غور کوي چې اسرايلو ته ځواب ورکړي، ترڅو سیمه کې د بیا ځل لپاره دغه ډول کړنې ترسره نه کړي.
هاخوا بيا اسرايلو دغه ډول بريدونه د خپل مخالفو ډلو د به منځه وړلو مشروع حق بللی او د بيا تکرار خبرداری یې ورکړی دی.




