کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل شوی

په پاکستان کې ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد هېواد له لاهور او پنجاب ښارونو څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل شوې ده. پاکستانۍ "ډان"ورځپانې په پېښور کې د افغان کمېشنرۍ د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په پاکستان کې میشتو د ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو د ویستلو بهیر به د پنجشنبې په ورځ پیل شي. بل پلو…

2025-04-03 21:24 151۱ دقیقې لوستل
له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل شوی

په پاکستان کې ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد هېواد له لاهور او پنجاب ښارونو څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل شوې ده.

پاکستانۍ "ډان"ورځپانې په پېښور کې د افغان کمېشنرۍ د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په پاکستان کې میشتو د ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو د ویستلو بهیر به د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

بل پلو په پاکستان کې مېشت د ای سي سي کارت لرونکي افغانان وایې چې پاکستاني پولیس یاد کارت د پاملرنې پرته دوی نیسي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو په داسې حال کې پیل کېږي چې وړمه ورځ په پاکستان کې د سرپرست حکومت سر قونسل د افغان کډوالو د ځورونې په تړاو د سند د اعلی وزیر له ژمنې کولو خبر ورکړی و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب