کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له څلور کاله ځنډ وروسته بهرنی سفر؛ کیم جونګ اون روسیې ته ورسېد

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون روسیې ته ورسېد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو مشران به د خپلو پخوانیو ژورو اړیکو په بیا ټینګولو خبرې وکړي. نوموړي تېره ورځ له خپل هېواد څخه په اورګاډي کې سفر کړی او تمه ده، چې نن به له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره هم وغږېږي. که څه هم تر دې وړاندې داسې راپورونه خ…

2023-09-11 23:25 205۲ دقیقې لوستل
له څلور کاله ځنډ وروسته بهرنی سفر؛ کیم جونګ اون روسیې ته ورسېد

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون روسیې ته ورسېد

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو مشران به د خپلو پخوانیو ژورو اړیکو په بیا ټینګولو خبرې وکړي.

نوموړي تېره ورځ له خپل هېواد څخه په اورګاډي کې سفر کړی او تمه ده، چې نن به له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره هم وغږېږي.

که څه هم تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي، چې په دې لیدنه کې به پر روسیې د شمالي کوریا د وسلو د پلور په اړه هم خبرې وشي، خو پیونګ یانګ ویلي، چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د نیمې پېړۍ لپاره له خپلو وسلو هم کار اخیستی شي.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې کیم جونګ اون بهرني هېواد ته سفر کوي.

دا سفر په داسې حال کې کيږي، چې سپینې ماڼۍ له پیونګ یانګ غوښتي، چې پر روسیې د وسلو له پلور ډډه وکړي.

بل لورته بیا شمالي کوریا ویلي، هېواد یې پر روسیې د وسلو د پلور نیت نه لري؛ خو که وسلې هم خرڅوي، نو د امریکا او نورو هېوادونو غبرګونونو ته به کوم اهمیت ور نه کړي.

سره له دې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د یو شمېر نویو سیمو د نیولو ادعاوې لري، خو امریکا ویلي چې مسکو په دې جګړه کې ماتې خوړلې او اوس هڅه کوي چې له شمالي کوریا څخه پرمختللې وسلې وپیري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب