کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له کندهاره ۲٫۵ ټن شات بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال له یاد ولایت څخه ۲٫۵ ټن شات ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د کندهار د کرنې رياست خبرپاڼې په حواله ويل شوي چې دومره اندازه شات د خصوصي شرکتونو له لوري بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. د مسولينو په وينا چې سږ کال په کندهار کې…

2026-01-10 06:50 146۱ دقیقې لوستل
له کندهاره ۲٫۵ ټن شات بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال له یاد ولایت څخه ۲٫۵ ټن شات ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار د کرنې رياست خبرپاڼې په حواله ويل شوي چې دومره اندازه شات د خصوصي شرکتونو له لوري بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د مسولينو په وينا چې سږ کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې هم نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د مناسب اقلیم، پراخو کرنیزو سیمو او طبیعي بوټو له امله د شاتو د تولید لپاره ښه شرایط لري.

شات چې د مچیو ترلاسه کېږي د انسان د روغتیا لپاره ګټور دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب