کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له کورني صنعت د ملاتړ نوې هڅه؛ پر وارداتي توکو لوړې تعرفې

خبرياله: نازو عمري  د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ځینو وارداتي مېوو او توکو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې د ناک، انګورو او ځمکني توت پر وارداتو ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع شوې ده. همداراز، د پلاستيکي بوټونو تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ ته لوړه شوې او د پټا…

2026-01-09 07:41 115۱ دقیقې لوستل
له کورني صنعت د ملاتړ نوې هڅه؛ پر وارداتي توکو لوړې تعرفې

خبرياله: نازو عمري 

د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ځینو وارداتي مېوو او توکو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې د ناک، انګورو او ځمکني توت پر وارداتو ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع شوې ده.

همداراز، د پلاستيکي بوټونو تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ ته لوړه شوې او د پټاکۍ او کاغذباد پر وارداتو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا پریکړې د ګډې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ودې او ملاتړ لپاره شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب