کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له یمن د اسرایلو پر یوه هوایې ډګر توغندیز برید ترسره شوی

اسرایلي ځواکونو خبر ورکړی چې تېره ورځ(پنج شنبه) سهار مهال له یمن څخه د یاد هېواد پر "ګوریون"هوایې ډګر برید ترسره شوی دی. له دغه برید سره هم مهاله اسرایلي ځواکونو د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی دی. اسرایلیو ځواکونو ویلي له یمن څخه توغول شوي توغندي مخکې له دې چې د اسرایلو خاورې ته دننه شي د یاد هېواد د…

2025-05-04 00:14 148۲ دقیقې لوستل
له یمن د اسرایلو پر یوه هوایې ډګر توغندیز برید ترسره شوی

اسرایلي ځواکونو خبر ورکړی چې تېره ورځ(پنج شنبه) سهار مهال له یمن څخه د یاد هېواد پر "ګوریون"هوایې ډګر برید ترسره شوی دی.

له دغه برید سره هم مهاله اسرایلي ځواکونو د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی دی.

اسرایلیو ځواکونو ویلي له یمن څخه توغول شوي توغندي مخکې له دې چې د اسرایلو خاورې ته دننه شي د یاد هېواد د هوایې ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي خو دوی په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی دی.

د اسرایلو د پوځ ویاند دغه برید د حوثیانو کار بللی او ویلي یې دي چې یاد توغندي تل ابیب ته نږدې د ګوریون هوایې ډګر پر لور توغول شوي خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

بل خوا د حوثیانو ډلې ویلي چې پر یادې ډلې د امریکا د بریدونو په ځواب کې به پر اسرایلو هم بریدونه ترسره کړي.

حوثیانو پر اسرایلو دغه بریدونه په داسې حال کې کړي دي چې د تېرې اوونۍ له شنبې ورځي د امریکا لخوا پر یاده ډله د بریدونو له امله ۳۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پکې ددغه ډلې بېلابېل مرکزونه په نښه شوي دي.

باید وویل شي چې حوثیانو د تېرې سه شنبې په ورځ هم پر اسرایلو برید کړی و او ویلي یې و چې دغه ډول بریدونه به نور هم ډېروي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب