کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ پاکستان د ویسټ انډیز ۲۸۱ هدف د ۵ ویکټو په زیان پوره کړ

کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د کوربه ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزه لوبلړۍ د پاکستان په بریا سره پیل شوه. د داړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن سهار ترسره شوه، په دې لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې د ایون لیویس ۶۰، د لوبډلمشر شای هوپ ۵۵، د روستن چاس…

2025-08-09 00:58 86۱ دقیقې لوستل
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ پاکستان د ویسټ انډیز ۲۸۱ هدف د ۵ ویکټو په زیان پوره کړ

کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د کوربه ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزه لوبلړۍ د پاکستان په بریا سره پیل شوه.

د داړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن سهار ترسره شوه، په دې لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې په لومړي نوبت توپوهنې د ایون لیویس ۶۰، د لوبډلمشر شای هوپ ۵۵، د روستن چاس ۵۳ او ګودکېش موتي ۳۱ چټکو منډو پرمټ په ۴۹ اورونو کې د ټولو ویکټو په زیان ۲۸۱ هدف وټاکه.

د پاکستانۍ لوبډلې له اړخه په توپ اچونه کې نسیم شاه ۳ او شاهین شاه څلور لوبغاړپ وسوځول.

یادې لوبډلې د کوربه ویسټ انډیز لخوا ټاکل شوی ۲۸۱ هدف په ۴۹م اور کې د ۵ ویکټو په زیان پوره کړ او په یادې لوبلړۍ کې یی لومړۍ بریا خپله کړه.

په دغه لوبه د پاکستان په ګټه توپوهنه کې حسن نواز چې لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه یی ترسره کوله ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، د نوموړي ترڅنګ لوبډلمشر محمد رضوان ۵۳، بابراعظم ۴۷ او حُسین طالات ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه سبا یکشنبه د اګسټ په ۱۰مه ترسره کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب