کابل (کوهنور، ۸ اسد ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د لېبیا د طبراق ښار په ساحلي سیمو کې یوه مسافر وړونکې کښتۍ ډوبه شوې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور تر اوسه نادرکه دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د پېښې له سیمې څخه ژغورونکو تر دې دمه د لسو تنو جسدونه موندلي دي. د لېبیا د ساحلي محافظینو په وینا، دغه جسدونه د طبراق له اصلي بندر څخه لسګونه کیلومتره لرې د سمندر پر غاړه موندل شوي دي. دوی وايي، لا هم د نورو نادرکه شوو کسانو د موندنې لپاره پلټنې دوام لري او ښایي د مړو شمېر لا زیات شي.
د راپورونو له مخې، ډوبېدلې کښتۍ په غیرقانوني توګه اروپایي هېوادونو ته د مهاجرت پر لار روانه وه، چې ډېری سپرلۍ یې د مصر وګړي وو. ویل کېږي چې دغه کښتۍ د انساني قاچاق یوه برخه وه، چې له لېبیا څخه د مدیترانې له لارې مهاجرین ایټالیا ته انتقالوي.
تر اوسه پورې د پېښې دقیق لامل نه دی مالوم شوی، خو ځینې سرچینې وایي چې ښايي د کښتۍ زیات بار، خراب حالت، او نامناسب موسم د دې تراژیدۍ عوامل وي. د لېبیا د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول د کښتۍ د غرقېدو علت نه دی اعلان کړی او د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره هم نه ده نهایي شوې.
د انساني حقونو مدافعین او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. هغوی ټینګار کوي چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا ډېری بېوزله او جنګځپلي وګړي د ناامنۍ، فقر، او بیکارۍ له امله مجبوره دي خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د لېبیا په ساحلي سیمو کې د کښتیو د ډوبېدو پېښې رامنځته کېږي. د تیرو کلونو په اوږدو کې، لسګونه ورته پېښې شوې دي، چې له امله یې زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. لېبیا، چې له کلونو راهیسې له امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ ده، د ناقانونه مهاجرت یو له عمده لارو څخه شمېرل کېږي.
دا پېښه یو ځل بیا د مهاجرت پر خطرناکه لارو د خلکو د سفر جدي خطرونه روښانه کوي او دا هم څرګندوي چې تر څو د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه دا ستونزه ریشهيي حل نه کړي، دا ډول تراژیدۍ به دوام ولري.




