خبریال: فرمان الله زبیرزی
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په یوې تلویزوني مرکه کې ویلي، چې وینزویلا د کولمبیا څخه د تولیدونکو نشه یي توکو د قاچاق قرباني ده
مادورو ویلي، سیمه کې ټول هغه کوکایین چې معامله پرې کېږي، د کولمبیا په خاوره کې تولیدېږي.
هغه زیاتوي، کوم کوکایین چې په سیمه کې کې استفاده کېږي، د کولمبیا تولید دی، وینزویلا د کولمبیايي نشه یي توکو د قاچاق قرباني ده او دا وضعیت نوی نه دی.
د نوموړي پر وینا، په وینزویلا پلان شوي پروژه ده، ځکه چې امریکا نه شي کولی پر وینزویلا د ډلهییزو وژونکو وسلو، اټومي یا کیمیاوي وسلو تور ولګوي نو ځکه یې د مخدره موادو د قاچاق موضوع جوړه کړه.




