کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مارکو روبیو: د س.وریې جنوب کې نښتې کمې شوې

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د س.وریې په جنوب کې نښتې، چې له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوي او له ۳۰۰ ډېر خلک پکې وژل شوي پکې کموالی راغلی دی. روبیو پرون ورځ "چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" پر اېکس پاڼه لیکلي، "موږ له ټولو ښکیلو خواوو سره خبرې کړي دي او نن ماښام د دغه وحشتناکه وضعیت د…

2025-07-16 23:55 58۱ دقیقې لوستل
مارکو روبیو: د س.وریې جنوب کې نښتې کمې شوې

کابل (کوه نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د س.وریې په جنوب کې نښتې، چې له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوي او له ۳۰۰ ډېر خلک پکې وژل شوي پکې کموالی راغلی دی.

روبیو پرون ورځ "چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه" پر اېکس پاڼه لیکلي، "موږ له ټولو ښکیلو خواوو سره خبرې کړي دي او نن ماښام د دغه وحشتناکه وضعیت د پای ته رسولو لپاره په ځانګړو اقداماتو هوکړه شوې ده".

دا په داسې حال کې ده، چې د س.وریې په سوېدا کې د روزي او بدوي مذهب.ي ډلو ترمنځ نښتو زور اخیستی او اوسمهال د سوري.ې حکومت له روزي ډلې سره په نښته اوښتی دی.

بل پلو پرون ورځ اسرا...یلي ځواکونو د س.وریې مرکز دمش.ق کې د دغه هېواد د دفاع وزارت پر ودانۍ هوایې بري.دونه ترسره کړي دي.

راپورونو کې راغلي، امریکا له اسرا... غوښتي، چې خپلو بر.يدونو ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، "پر دمشق د اسراییلو بریدونو ته انديښمن دی او تاکید يې کړی چې امریکا غواړي د ا جګړه پای ته ورسیږي."

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب