کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مارکو روبیو: له وینزویلا امریکا ته لوی ګواښونه را پورته کېږي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبې ویلي، وینزویلا له مجرمانو سره همکاري کوي او ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي،  چې په آزاده توګه د یاد هېواد خاوره کې فعالیت وکړي.  نوموړی زیاتوي، زموږ هدف امنیت ساتل دي او موږ د وینزویلا څخه د نشه یي موادو د قاچاقو پر وړاندې  مبارزه کوو، ځکه…

2025-12-19 23:47 185۱ دقیقې لوستل
مارکو روبیو: له وینزویلا امریکا ته لوی ګواښونه را پورته کېږي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبې ویلي، وینزویلا له مجرمانو سره همکاري کوي او ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي،  چې په آزاده توګه د یاد هېواد خاوره کې فعالیت وکړي.

 نوموړی زیاتوي، زموږ هدف امنیت ساتل دي او موږ د وینزویلا څخه د نشه یي موادو د قاچاقو پر وړاندې  مبارزه کوو، ځکه چې له وینزویلا امریکا ته لوی ګواښونه راپورته کېږي.

د مارکو روبیو پر وینا، دوی په لاتیني امریکا کې د ترهګرو او د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ډلو پر وړاندې جګړه کوي.
 
د سر چینې د معلوماتو پر اساس، وینزویلا د کارابین سیمې د بې ثباتۍ تر ټولو لویه سرچینه ده؛ چې  له ایران، حزب الله او د نشه يي موادو قاچاقو ډلو سره همکاري کوي.

 نوموړي همدارز ویلي،د وینزویلا حکومت او د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ډلو تر منځ کلکې اړیکې موجودې دي.

 هغه ویلي، وینزویلا د نشه يي موادو د قاچاق د پیل ټکی دی  او د دې نظام له ترهګرو ډلو  سره همکاري کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب