د ماليزيا د اوروژنې او ژغورنې اداره وايي، دغه هېواد کې د دوو پوځي چورلکو د ټکر له امله ۱۰ پوځيان مړه شوي دي.
د دغې ادارې عملياتي قوماندان محمد سهيل وايي، پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې چورلکو د دغه هېواد لوموت ښار ته څېرمه د سمندري ځواکونو د يوه لوبغالي د پاڅه په ټيټه ارتفاع کې تمرينات ترسره کول.
په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د يوې چورلکي څرخ له بلې سره لګېږي او دواړه خپل کنټرول له لاسه ورکوي.
د دې ترڅنګ، په ويډيو کې د عيني شاهدانو غږونه هم اوریدل کېږي چې « الله، الله » وايي.
د يادونې ده چې هوا کې د الوتکو د ټکر پېښې عامې نه دي او ډېر کم د پيلوټانو د بې احتياطۍ له امله داسې پېښېږي چې الوتکې په هوا کې سره ټکر وکړي.
تېره مياشت د کينيا په نيروبي ښار کې هم په هوا کې الوتکو سره ټکر کړی و چې دوو پيلوټانو پهکې خپل ژوند بايللی و.




