کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ماکرون: له جاګارتا تر پاريسه؛ زمونږ ستراتيژيک ګډون ورځ تر بلې ډېرېږي

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون پر اېکس ليکلي، «د اندونيزيا له پوځيانو مننه کوم چې د فرانسې د ملي ورځې په پار یې زمونږ له سرتېرو سره يو ځای وو».    نوموړی همداراز لیکلي، زه جاګارتا ته له خپل وروستي سفر ښې خاطرې لرم، په ځانګړي ډول له هغه اندونزيايي سرتېرو چې فرانسوي ژبه يې زده‌کوله.   دی ه…

2025-07-14 12:32 116۱ دقیقې لوستل
ماکرون: له جاګارتا تر پاريسه؛ زمونږ ستراتيژيک ګډون ورځ تر بلې ډېرېږي

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون پر اېکس ليکلي، «د اندونيزيا له پوځيانو مننه کوم چې د فرانسې د ملي ورځې په پار یې زمونږ له سرتېرو سره يو ځای وو». 

 

نوموړی همداراز لیکلي، زه جاګارتا ته له خپل وروستي سفر ښې خاطرې لرم، په ځانګړي ډول له هغه اندونزيايي سرتېرو چې فرانسوي ژبه يې زده‌کوله.

 

دی همداراز زياته کړې، له جاکارتا سره د پاريس ستراتیژیک ګډون ورځ تر بلې ډېرېږي.

 

ورته مهال بیا د اندونزيا ولسمشر چې دغه مراسمو کې يې ګډون کړی وو، له ماکرون مننه کړې چې يادو مراسمو ته يې بلنه ورکړې ده.

 

د ياد هېواد ولسمشر پرابوا پر ایکس ليکلي، «وياړم چې د فرانسې د ملي ورځې لمانځلو کې مې برخه واخيسته».

 

نوموړي زياته کړې، دغه مراسمو کې ګډون د فرانسې او اندونزيا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ۷۵مې کليزې يو مهم سمبول دی او دا روښانه کوي چې اندونيزيا د هند-ارام سمندر سیمه کې د فرانسې يو قوي او ستراتيژيک ملګری دی.

 

د يادونې ده چې د دي دغه پرايډ چې ګډون له فرانسې سره د دفاعي اړيکو نږدې والي او پوځي تجهيزاتو په عصري کېدو کې مهم بللی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب