کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: د ايران پر وړانډې پيل شوې جګړه د ټولې سیمې په زيان ده

د بهرنيو چارو وزارت ویاند، حافظ ضيا احمد پر اېکس ليکلي، کابل کې د ايران سفير علي رضا بیکدلي، د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي دي. نوموړي زياته کړې، متقي په‌ دغه ليدنه کې د ايران پر وړاندې پیل شوې جګړه چې لمن يې د پراخېدو په حال کې ده، د ټولې سیمې لپاره په زيان بللې ده. خبر پاڼه زیاتوي، متقي د افغانستان او پاکستان د…

2026-03-29 10:19 210۱ دقیقې لوستل
متقي: د ايران پر وړانډې پيل شوې جګړه د ټولې سیمې په زيان ده

د بهرنيو چارو وزارت ویاند، حافظ ضيا احمد پر اېکس ليکلي، کابل کې د ايران سفير علي رضا بیکدلي، د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي دي.

نوموړي زياته کړې، متقي په‌ دغه ليدنه کې د ايران پر وړاندې پیل شوې جګړه چې لمن يې د پراخېدو په حال کې ده، د ټولې سیمې لپاره په زيان بللې ده.

خبر پاڼه زیاتوي، متقي د افغانستان او پاکستان د ورستیو جګړو په اړه د ايران دريځ هم ستايلی دی.

نوموړي دغه راز له ايران سره د افغانستان سوداګري مخ پر ودې بللې ده.

هممهاله بیا بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ اړيکې مثبتې بللي او دغه راز ټينګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوله‌ييز حل غوښتنونکي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب